د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په خپلو تازه څرګندونو کې، د نړيوالو له لوري له افغان طالبانو سره پر تعامل او ښکېلتيا ټينګار کړی دی.
نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، که طالبان يوازې او منزوي پرېښودل شي نو د نوموړي په خبره په دې صورت کې د ناسمو او خطرناکو پايلو احتمال شته.
هغه د سويس بانک ته د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د ۳.۵ مېليارد ډالرو برخې لېږدولو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دا کار پر طالبانو د امريکا د بې باورۍ اوج او د يوه موازي حکومت رامنځته کېدو لپاره زمينه سازي ده.
د بلاول په خبره، تېرو تجربو ته په پام سره په پرېکړو کې شاته کېدل په خپله غير ارادي پايلې رامنځته کوي او زياتوي چې دا پايلې بيا پر ستونزو بدلېږي.
نوموړي زياته کړې چې اقتصادي ناورين، پراخه کډوالي او د داعش خراسان ډلې په اړه د پاکستان اندېښنې له هغه څه زياتې دي، چې امريکا يې د خپلو مالي منابعو په اړه لري.
نوموړي که څه هم په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو موده وړاندې په خپله بلاول بوټو زرداري او د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجوديت ادعاوې کړي دي.
د دوی دې ادعاوو په تړاو د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي توند غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې پاکستان بايد نور د افغانستان پر مسئله سوداګري بنده کړي او د خپلې خېټې مړولو په موخه دې سالمې او بديلې لارې پيدا کړي.