Home » سیمه او نړی » بلاروس حکومت له خپل هېواد د فرانسې سفير وشړه

بلاروس حکومت له خپل هېواد د فرانسې سفير وشړه

بلاروس حکومت په دې هېواد کې د فرانسې سفير ته د نن دوشنبې تر ورځې مهلت ورکړی و څو له بلاروس ووځي او بېرته خپل هېواد ته ورستون شي.

چارواکو د دغه کار لامل د فرانسې سفير له لوري، د وبلاروس ولسمشر الکسانډر لوکاشينکا ته د خپلې اعتبارنامې نه وړاندې کول بللي دي. دوی زياته کړې چې له دې ډيپلوماټيک اصل پرته په بلاروس کې د فرانسې سفير پاتې کېدل د نورمونو خلاف عمل دی.

د بلاروس بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه د (تلې په ۲۶مه) تائيد کړې چې د فرانسې سفير نېکولا دلاکوست پرون د يک‌شنبې په ورځ له بلاروس وتلی دی.

فرانسې تر اوسه له بلاروس د خپل سفير د شړل کېدو په اړه څه نه دي ويلي. امريکا او اروپايي ټولنه په بلاروس کې د تېر کال ولسمشريزې ټاکنې نه مني او دا باور لري چې ولسمشر لوکاشينکا د ځان په ګټه ترسيم کړې وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...