د ا. ا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی، چې په بغلان کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۱۵ کسانو ته لوړ شوی او اوس هم د مالي او ځاني زیانونو د زیاتوالي احتمال شته.
د ا.ا د کډوالو چارو وزارت دا شمېرې نن (یکشنبه، د غویي۲۳مه) خپرې کړې دي.
د دې وزارت د شمېرو له مخې، د مرکزي بغلان په «شيخ جلال» او «شهرک صالح» کليو کې او د برکې ولسوالۍ په «شرشر» کلي کې ٣١٥ کسان مړه او ١٦٣٠ نور ټپيان شوي دي.
د ا.ا د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې چې په دغو سیمو کې ۲ زره ۶۶۵ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
دې وزارت ټینګار کړی چې دا لومړنۍ شمېرې دي ښایي له دې زیات مالي او ځاني زیانونو اوښتي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولايتونه د ويجاړونکو او مرګونو سيلابونو شاهدان وو.
په ورته وخت کې نړیوالو سازمانونه په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.