په بغلان کې د دوی بېلابېلو ټرافيکي پېښو له امله ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې دواړو پېښو ټپيانو روغتونونو ته لېږدول شوي او وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
دوی زياته کړې، چې لومړۍ پېښه د دوشي ولسوالۍ په کيلهګۍ سيمه کې د يوې کورولا او ويټز موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په خبره دويمه پېښه بيا د دې ولايت د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يو مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
چارواکو ويلي چې په دې پېښه کې ۸ تنته مړه او ۳۹ نور ټپيان شوي دي. دوی د يادو دواړو پېښو لامل د موټروانانو بې پروايي ښودلې.