Home » افغانستان » بشري حقونو کمېسیون: افغان حکومت دې له جرمي ډلو سره جدي قانوني چلن وکړي
رویداد خبري آژانس

بشري حقونو کمېسیون: افغان حکومت دې له جرمي ډلو سره جدي قانوني چلن وکړي

د افغنستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ژوند حق، له جسمي، روحي او رواني پلوه د هېوادوالو امنیت د بشر بنسټیز حقونه دي او حکومتونه د نړیوالو ژمنلیکونو پر بنسټ مسوول دي چې د خپلو هېوادوالو د امنيت ټينګولو لپاره، له هغو جرمي او د ټولنيز نظم ګډوډونکو سره قانوني چلن وکړي چې د خلکو ژوند، امنيت او هوساينه له خطر سره مخامخ کوي.

د بشري حقونو کمېسیون د هېواد په پلازمینه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د جرمي پدیدو او جنایي جرمونو پر زیاتېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او له امنیتي بنسټونو څخه یې غوښتنه کړې ده چې له مجرمینو سره باید جدي قانوني چلن وکړي او په دې توګه د هېوادوالو د سر او مال خوندیتوب تضمین کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...