Home » افغانستان » بشري حقونو کمېسيون: د ملګرو ملتونو پلاوی دې په افغانستان کې شوي جنايتونه وڅېړي

بشري حقونو کمېسيون: د ملګرو ملتونو پلاوی دې په افغانستان کې شوي جنايتونه وڅېړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د مسوولو بنسټونو له لوري د رسنيو، مدني فعالانو او د بشر حقونو د مدافعانو هدفي وژنو په اړه لا هم خپلو عدالت غوښتنو ته نه دي رسېدلي او له همدې امله يې خواشينې څرګنده کړې ده.

دې کمېسيون د خپلو دوو کارکوونکو فاطمه نتاشا خليل او احمد جاوېد فولاد د ترور تلين پوره کېدو په تړاو ويلي، تر اوسه مسوولو بنسټونو په دې اړه د څېړنو، د تورنو کسانو د پېژندنې، تعقيب او عدالت د تامين په برخه کې د کمېسيون غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، حکومت بايد مسوول وي او له مجازاتو د معافيت له فرهنګ سره دې جدي مبارزه وکړي څو په خبره يې د وګړو بشري حقونه خوندي شي.

دا کمېسيون دغه راز غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو پر وړاندې د جنايتونو، هدفي وژنو، پر قومي او ژبنيو لږکيو او تعليمي بنسټونو د بريدونو د څېړنې لپاره دې د ملګرو ملتونو له لوري يو حقيقت موندونکي پلاوی اېجاد شي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون ټينګار کړی چې حکومت هم بايد د دې غوښتنې د ملاتړ ترڅنګ د نوموړي پلاوي د ايجاد او څېړنې په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون داسې مهال دغه غوښتنه کوي چې په کابل کې د هدفي وژنو د دوام ترڅنګ په ګڼو ولايتونو کې جګړه دوام لري او په ترڅ کې يې جنګي قوانېن نقض کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...