Home » افغانستان » بشري حقونو:ټول افغانان له وېرې او وحشت ستړي دي، بېړنی اوربند دې وشي
رویداد خبري آژانس

بشري حقونو:ټول افغانان له وېرې او وحشت ستړي دي، بېړنی اوربند دې وشي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې پر ښکېلو لورو د بېړني اوربند غږ کړی دی.

د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په هېواد کې بې وزلي او نا امني ډېره شوې ده او ډېری حقوقي او مدني فعالین او خبریالان له هېواد په تېښته دي.

د نوموړې په خبره طالبانو او حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند وکړي او په دې توګه دې په هېواد کې د وېرې او وحشت خپره شوې تیاره لرې کړي.

د شهرزاد اکبر په خبره تر ډېره هغه څېرې په هېواد کې له ګواښونو سره مخ دي، چې د عدالت، جګړې ضد، سولې او امنیت لپاره یې مبارزه کړې ده.

شهرزاد اکبر هیله ښودلې چې ژر تر ژره دواړه لوري د پیاوړي او سوله ییز افغانستان د جوړولو لپاره اوربند وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...