د بشري حقونو کمېسیون وايي،د سولې مذاکراتي ټیمونه دې د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله خبرپاڼه او نړیوال تړونونه وټاکي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن چهارشنبه ډسمبر نهمه(لېندۍ۱۹) د «بشري حقونو نړیواله ورځ او د جګړې د قربانیانو د یاد ملي ورځ» په مناسبت خبرپاڼه کې له دواړو مذاکراتي پلاو څخه غوښتي چې د تاوتريخوالي د ختمولو او اوربند ته دې ژر لاره هواره کړي.
د یاد کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي چې لومړی باید د تاوتریخوالي کمښت او اوربند ټینګېدو په اړه ګام واخیستل شي.
شهرزاد اکبر زیاته کړې:”د کمېسيون په اند تر ټولو لومړی ګام بايد د تاوتريخوالي ختمول او پر اوربند هوکړه وي. تر دې را وروسته، تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره، د سولې په پروسه کې د قربانيانو معنادار حضور او د تلپاتې سولې په اجنډا کې قربانيانو ته ځاى ورکول دي.”
اغلې اکبر د سولې مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب باندې هم ټینګار کړی دی.
د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګېدو پر داسې مهال ټینګار کیږي چې تازه د افغانستان د یو شمېر ولایتونو څخه د وسله والو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
تازه تېره شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ملي یو مرکز ته نژدې موټر بم او وروسته وسله وال برید کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت ویلي چې دغه برید طالبانو کړی، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره ورځ یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي نن چهارشنبه د سولې د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ جدي بحثونه پيلیږي.
عبدالله عبدالله تیره ورځ وویل چې د مذاکراتو په جریان کې د افغان حکومت او خلکو لومړنۍ غوښتنه د اوربند ټينګېدل دي.
نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې د اوربند ټینګېدو برخه کې یو «لوی ګام» واخلي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډلو د تیري اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړ.