Home » سیمه او نړی » بشارالاسد نامعلوم ځای ته وتښتید

بشارالاسد نامعلوم ځای ته وتښتید

سوریې د پوځ دوو جګپوړو افسرانو د یکشنبې د لیندۍ ۱۸مه رویټرز خبري اژانس ته تایید کړه چې د دغه هېواد ولسمشر بشارالاسد له دمشق څخه وتلی او نامعلوم ځای ته تښتېدلی دی.

د سوریې د حکومت مخالفو ډلو هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بشارالاسد له هېواده وتښتید او په بهر کې له میشتو اتباعو یې وغوښتل چې «خپلواکې سوریې» ته راستانه شي او وویل چې دمشق له ظالمانو څخه ازاد شوی دی.

د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو یوه ویاند وویل: “موږ د سوریې له خلکو سره د خپلو بندیانو د خلاصون او د ظلمونو خلاصون نمانځو او په صیدنایا زندان کې د ظلم د ختمیدو اعلان کړو.”

ورته مهال په بريتانيا کې د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې بشارالاسد له هېواد څخه نامعلوم ځاى ته تللی دى.

د بشارالاسد د تېښتې له خبرونو وروسته، د سوریې لومړي وزیر محمد الجلالي وویل، دی چمتو دی چې د واک د سپارلو په بهیر کې د خلکو له خوا ټاکل شوي هر مشر سره “همکارۍ” وکړي

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...