د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اردو او پوځ د افغانستان د خلکو شتمني ده او باید ملاتړ ترې وکړي.
محمدي خلک هڅولي چې په بېلو برخو کې له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي او ددوی ملاتړ ته را ودانګي.
تر دې وړاندې هم نوموړي داسې څرګندونې کړې وې او ټینګار یې کړی و چې افغان حکومت به د پوځ تر څنګ درېدونکو کسانو ته وسلې او مهمات ورکوي.
خو په ټوله کې افغان حکومت ویلي چې د ملیشه جوړولو مخالف دی او عامو افغانانو ته په کار ده چې له خپل حکومت سره همکاري وکړي.