Home » اقتصادی » برېښنا شرکت: د ۲۰۰ ميګاواټه وارداتي برښنا چاره کوو
رویداد خبري آژانس

برېښنا شرکت: د ۲۰۰ ميګاواټه وارداتي برښنا چاره کوو

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دوی خپلې جدي هڅې کوي، څو له ازبکستانه ۲۰۰ میګا واټه برښنا بیرته وتړل شي.

تاجکستان وړمه ورځ تازه ویلي چې د اوبو د کمښت له امله نشي کولی افغانستان ته له ژمنې سره سم ۳۵۰ میګاواټه برق ورکړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له یوې رسنۍ  سره په  مرکه کې ویلي، کله چې د ازبکستان برق وصل شي، د پلازمېنې او ځينو نورو ولایتونو د برق شته ستونزې به ژر حل شي.

هغه زیاته کړې: «اوسمهال موږ په کابل او نورو ولایتونو کې ۲۰۰ میګاواټه له ازبکستانه وارداتي برېښنا، ۱۰۰ میګاواټه د نغلو بند، ۲۲ میګاواټه د سروبي برق کاروو. موږ خپلې هلې ځلې کوو چې ۲۰۰ میګاواټه نوره برېښنا له ازبکستانه وپېرو، فعلاً یې تخنیکي چارې روانې دي.»

افغانستان کې د پلازمېنې او ولایتونو برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو راواردیږي؛ داسې حال کې چې افغانستان خپله ښې اوبه لري، څو د برېښنا ستونزې راکمې کړي.

د برېښنا شرکت وايي، کله چې له نورو هېوادونو سره د برق د واردولو قرارداد لاسلیکوي، دا مسایل او طبیعي ستونزې له مخکې په پام کې نیسي.

اوس تازه تاجکستان ویلي چې دوی کولی شي یوازې ۴۰ میګاواټه برق افغانستان ورکړي.

د تاجکستان د برښنا له کمیدو سره جوخت خلکو اندیښنه څرګنده کړه چې د سختې ګرمۍ له امله به له ستونزو سره مخ شي، ځکه تر ډیره کاروبارونه، فابریکي او د ژوند یو شمیر اړین ضرورتونه د برښنا په وسیله روانوي چې له پرې کیدو سره به یې سخته ګرمي تاوانونه ور واړوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...