د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې نن سېشنبه د (سلواغې په ۵مه) له ازبېکستان څخه افغانستان ته وارد شوې برېښنا پرې شوې ده.
دې شرکت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ياده پرچاوي د منځنۍ اسيا درېيو هېوادون ازبېکستان، قراقستان او قرغزستان په ګډ برېښنايي سيسټم کې د تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت زياته کړې چې دا مهال د لومړي ځل لپاره کابل ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا وصل شوې او له خلکو يې غوښتي چې د برېښنا تر عادي کېدو پورې د برېښنا په لګښت کې احتياط وکړي.