Home » اقتصادی » برېښنا شرکت:تاجکستان افغانستان ته برېښنا صادرات عادي کوي
رویداد خبري آژانس

برېښنا شرکت:تاجکستان افغانستان ته برېښنا صادرات عادي کوي

د افغانستان برېښنا شرکت وایي تاجکستان به ډېر ژر افغانستان ته د برېښنا صادرات عادي کړي.

له څه مودې راهیسې تاجکستان افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا په کچه کې کموالی راوستی و، خو اوس برېښنا شرکت وایي چې ډېر ژر به دغه بهیر عادي کړي.

د برېښنا شرکت چارواکي وایي چې دمګړی تاجکستان یوازې پنځوس میګاواټه برېښنا افغانستان ته صادروي خو ټاکل شوې چې دغه شمېره ۱۵۰ میګاواټه ته لوړه کړي.

تر دې وړاندې برېښنا شرکت ویلي وو چې له تاجکستان ۳۵۰ میګاواټه برېښنا واردوي. دغه شرکت همدا راز ویلي چې د تاجکستان برېښنا تر ډېره په شمالي ولایتونو کې وېشل کېږي او په کابل کې به له ازبکستان راغلې برېښنا ووېشل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...