دافغانستان برېښنا شرکت وایي، د کندهار برېښنا حوزې ریاست د فني او تخنیکي ټیم تر زیاتو هڅو وروسته د لښکرګاه دوراهي سب ستېشن یوه برخه بیرته رغولې او فعاله کړې ده.
برېښنا شرکت همدارنګه زیاتوي، چې د میوند ولسوالۍ او لښکرګاه دوراهي، لښکرګاه دوراهي او سنګین ولسوالۍ تر منځ غځېدلي مزي هم چې څو ځایه پرې شوی وو بیرته ورغول شو، چې تېره ورځ د تلې په ۲۷ نیټه مازدیګر د کندهار ښار بیرته روښانه شو.
د لښکرګاه دوراهي او لښکرګاه تر منځ غځېدلی ۱۱۰ کیلوولټ مزی به هم چې څو ځایه د جګړې له امله پرې شوی دی، د کندهار حوزې برښنا ریاست د فني ټیم په هڅو به نن ورغول شي تر څو د لښکرګاه ښار روښانه شي.
د برښنا کارکوونکي په سختو شرایطو کې د خپلو هیوادوالو چوپړ ته ژمن دي او ویاړي چې د خپلو هیوادوالو چوپړ کې دي.برښنا د ټولو هیوادوالو ګډه شتمني ده او ساتل یې د هر افغان ملي او دیني دنده.اعلامیهه