Home » افغانستان » برېټانیا: خپلو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې بهیر چټکوو
رویداد خبري آژانس

برېټانیا: خپلو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې بهیر چټکوو

برېتانیا وایي خپلو افغان همکارانو او ددوی د کورنۍ غړو ته د وېزې ورکولو بهیر چټکوي.

برېتانوي حکومت ویلي د خپلو ځواکونو له ایستلو سره هممهاله کوښښ کوي د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره هم هڅه وکړي چې په تېر شل کلن ماموریت کې ددوی همکاران پاتې شوي دي.

د سرچینې په خبره په دې ډله کې درې زره کسان شته چې برېتانیا به دوی ته د وېزې ورکولو بهیر چټکوي او هڅه کېږي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر نېټې دوی برېتانیا ته ولېږدوي.

د برېتانیا ددفاع وزیر ویلي دوی د خپلو همکارانو د امنیت تامین ته ژمن دي او د دوی د خوندیتوب لپاره یوازینۍ لار دا ده چې د وېزې د ورکړې بهیر چټک شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...