Home » افغانستان » برېتانیا ددفاع وزیر:په افغانستان کې مو شل کلن ماموریت بریالی و
رویداد خبري آژانس

برېتانیا ددفاع وزیر:په افغانستان کې مو شل کلن ماموریت بریالی و

د برېتانیا ددفاع وزیر بن والېس په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت بریالی و او القاعده شبکه یې ختمه کړې ده.

دده په خبره القاعده شبکه اوس په هغه حد کې نه ده چې پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي.

والېس دغه راز وایي چې په افغانستان کې د مخامخ جګړې وخت پای ته رسېدلی او اوس باید دغه هېواد له لرې وڅارل شي.

دده په وینا ټول هڅه کوي چې پوځي وړتیاوې لوړې کړي څو د اړتیا په صورت کې وکړی شي په افغانستان کې خطرونه له منځه یوسي.

برېتانیا داسې مهال دلته خپل ماموریت بریالی بولي چې نړیوال سیاسي شنونکي او د افغانستان شاوخوا هېوادونه ناټو او امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې ناکامه بولي او په وینا یې دوی د جګړو د ختمولو پر ځای په افغانستان کې د جګړو پالونکي او د نوې جګړې پیلوونکي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...