د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن د يوه داسې ځانګړي مالي صندوق د جوړولو وړانديز کړی، چې وکولی شي په نړۍ کې کرونا ته د ورته راتلونکو وباوو په مخنيوي بېړنی عملی وکړي.
نوموړي د لويو اقتصادي هېوادونو په G7 غونډه کې د دې وړانديز ترڅنګ، له دې مالي منځګړي صندوق سره د ۲۵ ميليونه پونډ مرسته هم اعلان کړې ده.
جانسن زياته کړې، دا مالي منځګړی صندوق به هغو هېوادونو ته د راتلونکو احتمالي وباوو پرمهال د ملاتړ اوږه ورکوي، چې روغتيايي نظام يې له ورته وباوو سره د مبارزې مالي وړتيا ونه لري.
نوموړي ټينګار کړی چې له کرونا بايد زدهکړه وشي او په راتلونکي کې د ورته وضعيت پرمهال په چټک اقدام سره مناسب ځواب ورکړل شي.
بل خوا، د G7 هېوادونو په دې غونډه کې د بحث يو عمده ټکی د اوکراين مسئله وه. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي هم يادې غونډې ته د انلاين له لارې وينا وکړه.
نوموړي وويل، چې اوکراين ته د وسلو په لېږد ځنډ روسيې ته دا فرصت په لاس ورکړی چې پر اوکراين بريدونه زيات کړي. زلينسکي غوښتنه وکړه، چې امريکا او لوېديځ ملاتړ دې يې ورسره د درنو وسلو مرسته وکړي.
په همدې حال کې د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز پر اوکراين د روسيې د بريد پر وړاندې د جي۷ ډلې پر يووالي ټينګار وکړ. نوموړي د اوکراين پر پلازمېنه کېف او نورو ښارونو وروستي بريدونه وحشيانه وبلل.
د امريکا ولسمشر جوبايډن بيا ادعا وکړه چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په لوېديځ کې د درز پيدا کولو په موخه پانګونه کوي. نوموړي هم د جي۷ او ناټو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ.