ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د برېتانيې، جرمني او ملګرو ملتونو په کوربهتوب افغانستان ته بشري مرستو د جلبولو په موخه غونډه ترسره شي؛ خو د يادې غونډې له ترسره کېدو يوه ورځ وړاندې، برېتانيې له افغانستان سره د ۲۸۶ ميليونه پونډ مرسته چې ۳۷۴ ميليون ډالر کېږي، اعلان کړه.
د برېتانيې بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ويلي، چې دغه تازه اعلان شوې مرسته به د ملګرو ملتونو د ادارو او دغه راز د نورو همکارو غير دولتي بنسټونو او سازمانونو له لوري په افغانستان کې ولګول شي.
د افغانستان په تړاو سبانۍ ترسره کېدونکې غونډه د هغو ۴.۴ مېليار ډالرو د راټولو په موخه ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتون له لوري به د افغانستان بشري ناورين د مهارولو په موخه د ياد سازمان ترتيب شوي پلان په چوکاټ کې ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د ۲۴ ميليونه خلک مرستو ته اړتيا لري او له ډلې يې ۹ ميليونه خلک بيا خوراکي خونديتوب نه لري او په دې توګه جدي خوراکي مرستو ته اړ دي.