Home » افغانستان » برېتانيې د خپل ماموريت پرمهال د وژل شوو افغان ماشومانو کورنيو ته غرامت ورکړی

برېتانيې د خپل ماموريت پرمهال د وژل شوو افغان ماشومانو کورنيو ته غرامت ورکړی

د برېتانيې دولت په افغانستان کې د هغو ماشومانو کورنيو ته يوه اندازه نغدې پيسې د غرامت په توګه ورکړي، چې د برېتانوي ځواکونو له لوري د ترسره شويو عملياتو پرمهال وژل شوي دي.

د وسله‌وال تاوتريخوالي پر ضد يوې خېريه موسسې چې مرکز يې په لندن کې دی په دې اړه خپل خپاره کړي راپور کې ويلي، د هغو ماشومان شمېر ۶۴ تنو ته رسېږي چې کورنيو ته يې د برېتانيې له لوري د غرامت پيسې ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه ماشومان په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د ۸ کلن ماموريت پرمهال د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ موده کې وژل شوي، چې له يو تر ۱۵ کلنۍ عمرونه يې درلودل.

د وسله‌وال تاوتريخوالي پر ضد د دې خېريه موسسې په راپور کې ويل شوي، د څېړنو په ترڅ کې داسې اسناد او شواهد نه دي موندل شوي څو څرګنده کړي چې برېتانوي ځواکونو دا ماشومان په قصدي توګه وژلي دي. خو دې موسسې ويلي، چې د ملکيانو وژل او په تېر بيا چې په وژل شوو ملکيانو کې ماشومان شامل وي، ناورين دی.

د راپور له مخې په افغانستان کې د هر وژل شوي ماشوم کورنۍ ته ۱۹۰۰ امريکايي ډالر د غرامت په توګه ورکړل شوي دي. يادې موسسې په خپل راپور کې زياته کړې، چې د برېتانوي ځواکونو د ماموريت پرمهال د وژل شوو افغان ماشومانو شمېر ښايي تر ۱۳۵ تنو ورسېږي؛ ځکه د موسسې په وينا، د ځينو وژل شوو ماشومانو بشپړ هويت او عمر نه دی ذکر شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...