Home » افغانستان » برېتانيې د خپلسرو نيونو له امله خپل وګړي افغانستان ته له سفر منعه کړي

برېتانيې د خپلسرو نيونو له امله خپل وګړي افغانستان ته له سفر منعه کړي

د برېتانيې بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې چې پرون يې خپره کړې خپلو وګړو ته لارښوونه کړې، چې په افغانستان کې د خپلسرو نيونو د احتمالي زياتوالي له امله دې هېواد ته سفر نه کوي.

په اعلاميه کې ويل شوي، دامهال په افغانستان کې د برېتانيې کونسلي کارکوونکي نشته او له همدې کبله په افغانستان کې موجودو برېتانويانو ته خورا محدود کونسلي خدمتونه وړاندې کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې زياته شوې، په وروستيو کې په افغانستان کې د برېتانوي وګړو نيول زيات شوي او ښايي د نيولو په ځينو احتمالي مواردو کې د برېتانيې حکومت پر وخت خبر نه شي. دې هېواد په خپره کړې اعلاميه کې په افغانستان کې احتمالي ترهګريز بريدونه هم د برېتانوي وګړو پر وړاندې ننګونه بللې ده.

د برېتانيې بهرنيو چارو وزارت ويلي، په داسې حال کې چې د ګډو ګټو هېوادونه خپلو وګړو ته اجازه نه ورکوي څو افغانستان ته سفر وکړي، نو برېتانيې حکومت هم پتيلې چې افغانستان ته د سفر په اړه له دې لارښوونې سرغړوونکو ته د سفر بېمه ور نه کړي.

په اعلاميه کې لارښوونه شوې، هغه برېتانويان چې د حکومت له لارښوونې د سرغړونې په صورت کې افغانستان ته ځي، نو د برېتانيې د بهرنيو چارو له وزارت سره دې په انلاين توګه خپل مشخصات ثبت کړي او د ځان خونديتوب په موخه دې په افغانستان کې له مذهبي مراسمو او عامو راټولېدنو لرې و اوسي.

تر اوسه د افغانستان حکومت په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...