برېتانوي چارواکو د افغانستان په تړاو په تازه دريځ نيونه کې د دې هېواد له سرپرست حکومت سره تعامل او ښکېلتيا اړينه بللې او ويلي يې دي، چې برېتانيه دې کار ته لېواله ده.
په قطر کې د افغانستان لپاره د برېتانيې شارژدافېر هوګو شارټر په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او ودې ترڅنګ، دې هېواد ته د بشري مرستو د رسولو او دغه راز د امنيت په برخه کې د اندېښنو رفعه کولو په موخه، د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره له عملي ښکېلتيا بله لار نشته.
په اعلاميه کې وروستيو بريدونو ته په اشارې سره ويل شوي، چې برېتانيه ياد ترهګريز بريدونه غندي او مخالفت يې کوي. اعلاميه زياتوي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي دوام په خپله د دې هېواد او نړۍ په ګټه نه دی او له همدې کبله برېتانيه په افغانستان کې د داسې ډلې پلوي او ملاتړ نه کوي، چې د تاوتريخوالي او جګړې له لارې په افغانستان کې د سياسي بدلون راوستل غواړي.
د افغانستان سرپرست حکومت د برېتانيا د دې اعلاميې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې له اوسني حکومت سره تعامل ته ترجيح ورکول او پر خلاف يې د وسلهوال مخالفت نه ملاتړ پر ځای او معقول دريځ دی.
د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت او دغه راز له سرپرست حکومت سره يې تعامل د سيمې او نړۍ دواړو په ګټه دی.