Home » اقتصادی » برېتانيا: جي۷ هېوادونو دې د روسيې خلاف يو موټی شي

برېتانيا: جي۷ هېوادونو دې د روسيې خلاف يو موټی شي

بريتانيا د روسيې اوکراين ترمنځ پر روان جنجال اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د روسيې له لوري د اوکراين خلاف هر ډول نظامي اقدام به يې ستراتيژيکه تېروتنه وي.

دا څرګندونې د برېتانيا بهرنيو چارو وزيرې لېز تروس د پياوړو اقتصادي قدرتونو يا جي۷ غونډې پرمهال په لېورپول کې کړي دي. نوموړې روسيې ته په اشارې سره ويلي، اوس د دې وخت دی چې د خپل امنيت خونديتوب او د رقيبانو له لوري د اېجادېدونکو تهديدونو پر وړاندې سره يو موټی شو.

لېز تروس زياته کړې چې د جي۷ هېوادونو له لوري په متحدانه عمل سره بايد هغه چا ته اجازه ورنه کړل شي چې ازادي او ولسواکي محدودول غواړي.

له دې سره سپينې ماڼۍ بيا په يوه اعلاميه کې ويلي، په نږدې راتلونکې کې به يې يو لوړپوړی ډيپلوماټ کيف او مسکو ته سفر وکړي، څو دواړو لوريو ته واضيح کړي چې امريکا د اوکراين حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی او ژمنتيا لري.

په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه پلاوی به يې يادو هېوادونو ته له سفر وروسته، د روسيې او اوکراين په تړاو د زياتو مشورو په موخه له اروپايي متحدانو سره هم وګوري.

روسيې که څه هم له اوکراين سره پر پوله ۱۰۰زره سرتېري ځای پر ځای کړي، خو دا يې رد کړې چې پر اوکراين د بريد پلان لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...