د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د بريټانیا د ۳۶.۵ میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.
د خوړو نړیوال پرګرام پرون دوشنبې د سلواغې ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ويلي، چې دا پیسې به د اړمنو کورنیو امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو ته ځانګړې شي.
له بلې خوا د منځني ختیځ او جنوبي اسیا لپاره د بریټانیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، لرډ طارق احمد ویلي چې بریتانیا د خوړو له نړیوال پرګرام سره په همغږۍ ښایي په روان ژمي کې د افغانستان له دوه میلیون ډېرو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې بریټانیا د هغو پینځو هېوادونو له ډلې دی چې له افغانستان سره یې ډېره مرسته کړې ده.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې چې بریتانیا له افغانستان سره په تېرو دوو کلونو کې ۲۰۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.