Home » افغانستان » بریټانیا له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته وکړه

بریټانیا له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له خلکو سره د بریټانیا دولت د ۱.۳میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

 اوچا پنجشنبه د کب۱۰مه د په اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د بریټانیا له دې مرستو مننه کړې ده.

له دې مخکې د سلواغې په ۱۶مه د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی و چې بریټانیا د افغانستان له خلکو سره ۳۶.۵میلیون ډالر مرسته کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...