Home » افغانستان » بریتانیا او امریکا؛د افغانانو پر وړاندې منظمه تبلیغاتي جګړه پیل کړې
رویداد خبري آژانس

بریتانیا او امریکا؛د افغانانو پر وړاندې منظمه تبلیغاتي جګړه پیل کړې

بریتانیا او امریکا نن شنبه (د زمري ۱۶مه نېټه) د درېیم ځل لپاره د اعلامیو په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي ستونزو له امله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.

دواړو سفارتونو تر دې مخکې هم څو ځله ویلي وو چې د افغانستان امنیتي وضعیت ترینګلی دی او پر خپلو وګړو یې غږ کړی و چې هر څه ژر دې افغانستان پرېږدي.

په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د امریکا او بریتانیا سفارتونو وروستۍ اعلامیې د افغانانو پر ضد تبلیغاتي جګړه بللې او زیاته کړې یې ده چې، غرب په دې ډول اعلامیو سره هره ورځ افغانان له رواني اړخه شکنجه کوي او د خپل راتلونکې په اړه یې زیات اندېښمن کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعالان دغه راز وایي چې له یوې خوا طالبانو د افغانانو پر وړاندې بې مخیني تاوتریخوالی پیل کړی دی او له بله اړخه امریکا او بریتانیا په دې ډول څرګندونو سره خلک مجبوروي چې له هرې ممکنې لارې له خپل هېواد څخه پښې سپکې کړي.

دوی وایي چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغانان له خپل هېواده د وتلو په موخه په سختو کړاونو له قاچاقي لارو بهر ته تللي دي چې هلته یې هم ژوند امن نه دی. دوی زیاتوي چې د ترکیې ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه ورغلي افغانان تر ربړونې وروسته بېرته افغانستان ته رالېږي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له یادو هېوادونو غوښتي چې هر څه ژر د افغانانو پر وړاندې روانې تبلیغاتي جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...