Home » سیمه او نړی » برازیل کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۶۱ کسان مړه شول

برازیل کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۶۱ کسان مړه شول

برازیلي چارواکي وايي، یوه الوتکه چې ۵۷ مسافر او څلور عمله پکې سپاره وو، پرون (جمعه، د اسد ۱۹مه) د برازیل په «ساوپاولوی» ایالت کې غورځېدلې، او ټولې سپرلۍ پکې ژوند بایللی دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د فرانسې ساخت دا ATR 72-500 الوتکه د برازیلي Voepass شرکت اړوند وه، او د پارانا ایالت څخه د ساو پاولو نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنې پرمهال غورځېدلې ده.

د ځايي رسنیو لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې الوتکه په ډېر سرعت سره سقوط کوي او له غورځېدو وروسته له هغې سیمې لوګی پورته کېږي.

حکومتي چارواکو د ژغورنې عملیاتو له ترسره کېدو وروسته فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې هزڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي.

وینهیدو د شاوخوا 76 زره نفوس په لرلو سره د «ساوپاولوی» شمال لوېدیځ په 80 کیلومترۍ کې موقعیت لري، او د برازیل یو له خورا مشهور ښارونو څخه دی.

وایپس هوايي شرکت هم د دې الوتکې د سقوط پېښه تایید کړې، خو ویلي یې دي چې تر اوسه د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی روښانه شوی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...