د برازيل په سرا سر کې زرګونه کسان د شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۹مه) وروسته له هغې د پراخو لاريونونو په موخه لارو او کوڅو ته را ووتل، چې په هېواد کې يې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵۰۰زره تنو ته ورسېد.
دوی نېوکه کوي چې د برازيل حکومت له کرونا سره په مبارزې کې پاتې راغلی او له همدې کبله دې ولسمشر جاير بولسونارو استعفا وکړي.
د برازيل روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په ټولهييزه توګه د کرونا له امله د ۵۰۰۸۰۰ تنو د مړينې خبر ورکړ او له دې سره په دغه هېواد کې پر کرونا د ټولټال اخته شويو کسانو شمېر ۱۷۸۸۳۷۵۰ تنو ته ورسېد.
برازيليان وروسته له هغې وقهرېدل چې تېره اوونۍ نږدې هر ورځ حکومت پر کرونا د اخته ۲زرو کسانو د مړينې خبر ورکړ او په دغه هېواد کې يې مړو شويو کسانو شمېر خورا لوړې کچې ته پورته کړ.
د برازيل د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال د برازيل ۱۱ سلنه وګړي په بشبړه توګه واکسين شوي او ۲۹ سلنه وګړو ته بيا يو ډوز واکسين شوی دی.