Home » افغانستان » برادر: که لويې ملي پروژې تطبيق شي، په بهرنيو مرستو تکيه کمېدای شي

برادر: که لويې ملي پروژې تطبيق شي، په بهرنيو مرستو تکيه کمېدای شي

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، اوسني امنيتي وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې په افغانستان کې لويې ملي پروژې تطبيق شي.

نوموړي نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) په بلخ کې د قوشتېپې د اوبو لوی کانال د پرانيستې مراسمو ته وويل، افغانستان د نورو هېوادونو خوراکي او نورو لنډمهاله مرستې ته اړتيا نه لري، خو په خبره يې مشروط پر دې چې په افغانستان کې د قوشتېپې کانال په څېر لويې بنسټيزې پروژې پلي شي.

برادر زياته کړه، چې د ياد کانال په بشپړېدو سره به افغانستان د غلې دانې په برخه کې پر ځان بسيه شي. د نوموړي په خبره، د وخت په تېرېدو او يادې پروژې په پشپړېدو سره به د قوشتېپې کانال اړوند ځمکو کرنيزو محصولاتو د ملاتړ په موخه، د پروسيس فابرېکې هم جوړې کړي.

برادر دغه راز زياته کړه چې د ورته لويو ملي پروژو په پلي کولو سره بهر ته د افغانستان کاري بشري ځواک له تګ هم مخنيوی کېدای شي او زياتوي چې حکومت د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.

د قوشتېپې کانال د هېواد په کچه يو له لويو پروژو څخه ده، چې د بلخ له کلدارې ولسوالۍ څخه پيل او د فارياب تر ميمنې ښار رسدلی دی. دغه کانال ټول‌ټال ۲۸۵ کيلومټره اوږدوالی لري او د ۵ کلونو په ترڅ کې به يې چارې بشپړ شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...