د رئيسالوزرا لومړی مرستيال او د اقتصادي کمېسيون رئيس عبدالغني برادر پر پانګوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره له اوسني رامنځته شوي فرصت اعظمي ګټه واخلي.
نوموړي چې نن يکشنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) يې د افغان پانګې په نوم د يوه شرکت پرانيست غونډې ته خبرې کولې وويل، دامهال په افغانستان کې سرتاسري امنيت ټينګ دی او له همدې کبله د پانګونې لپاره غوره فرصت هم رامنځته شوی دی.
برادر زياته کړه، هغه پانګوال چې له هېواد څخه دباندې دي، کولی شي چې له فرصت په ګټنې سره افغانستان ته را راستانه او د هېواد د ابادۍ په موخه په کور دننه پانګونه وکړي.
نوموړي په همدې حال کې ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت د ټولو پانګوالو او سوداګرو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو په هڅه کې دی او ژمنه يې وکړه، چې پانګوالو او سوداګرو ته د اساتياوو په رامنځته کولو سره به حکومت له دوی څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.