Home » افغانستان » برادر: په افغانستان کې د نظام ټینګښت د افغانانو په یو بل منلو پورې اړه لري

برادر: په افغانستان کې د نظام ټینګښت د افغانانو په یو بل منلو پورې اړه لري

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سياسي دفتر رئيس ملا عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د يوه اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو په داخلي قربانیو، تېرېدنې او یو بل منلو پورې مربوط دی.

نوموړي په خپله يوه تازه ليکنه کې چې (څرنګ به یو باثباته، مستحکم او پرمختللی افغانستان ولرو؟) تر عنوان لاندې يې خپره کړې او د نظام جوړونې، امنيت خونديتوب او د خلکو بساينې ته يې په کې اشاره کړې ويلي، په داسې حال کې چې افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې دی، باید د يادې لړۍ له بشپړېدو وروسته د داسې نظام جوړولو لپاره کار وشي چې په کې د عامو افغانانو هوساينه تضمين وي.

نوموړي زياته کړې، دا کار هغه وخت شونی دی چې دغه نظام د افغان ولس د غوښتو پر بنسټ رامنځته او جوړ شوی وي.

برادر د ليکنې پر دوام زياتوي چې په افغانستان کې مستحکم نظام نه يوازې د افغانستان په ګټه دی، بلکې نړيوال هم له فساد پاک پياوړتيا افغانستان په موخه ورته نظام ته اړتيا لري.

نوموړي که څه هم په دغه ليکنه کې د نظام بڼې په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي چې د نظام په اړه پرېکړه پر بين‌الافغاني مذاکراتو پورې اړه لري او له همدې کبله ده چې د يادو مذاکراتو فرصت بايد ضايع نه شي.

ملا برادر له نړيوالې ټولنې غوښتې چې پریږدې افغانان په خپله د خپل هېواد او ولس د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. ځکه په خبره يې دوی د تحميلي پرېکړو په اړه ښې خاطرې نه لري.

نوموړي وړاندې زياته کړې چې وسله‌وال طالبان په افغانستان کې د دیني اساساتو او افغاني ټولنې له دودونو سم د نارینه‌ او ښځینه‌وو حقونو لکه د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار کول او نورو ته ځان ژمن ګڼي. خو په خبره يې دا چې افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، نو د ښځو د تعلیم او کار لپاره به مناسب چاپيریال او تسهیلات برابرېږي.

ملا عبدالغني برادر په خپله ليکنه کې زياته کړې چې وسله‌وال طالبان غواړي افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره مثبتې او ګټورې اړیکې ولري؛ ځکه د نوموړي په خبره افغانان د راتلونکي افغانستان په بیا رغونه کې د نړۍ سالمې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ډيپلوماټانو او د بهرنیو خېریه مؤسسو کارکوونکو ته به د يادې ډلې له خوا هېڅ ډول خطر نه متوجې کېږي او کولی شي اوس هم خپلو خېريه کارونو ته دوام ورکړي.

د ليکنې په پای کې عبدالغني برادر ټينګار کړی چې نه به چا ته د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه ور کړي او نه به هم دا اجازه چاته ورکړي چې د افغانستان په کورنيو مسايلو کې مداخله وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...