Home » سپورټ » بدني روزنې ریاست: د کرونا ویروس خپرېدو سپورټي برخه زیانمنه کړې

بدني روزنې ریاست: د کرونا ویروس خپرېدو سپورټي برخه زیانمنه کړې

افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د سپورتي نړۍ سره اړوند ټول لوبغاړي اړ شوي چې په کورو کې پاته شي او له همدې کبله لوبې زیانمنې شوي.د بدني روزنې ریاست زیاته وي، چې د کرونا ویروس له کبله لوبغاړي اړ شوي چې پر کورو پاته شي او خپلې روزنې وځنډوي. په ورته مهال د دغه ریاست ویاند عارف پیمان د جمعې په ورځ رسنیو ته په دې اړه داسې وویل: “په ټوله کې ټول ورزش کوونکي چې په افغانستان کې ثبت دي، زیانمن شوي دي، دوی د کرونا ویروس له کبله پر کورو پاتې دي، په ځانګړې توګه واليبال، باسکټبال او فوټبال زیات زیان لیدلی دی، همداراز ورزشي ځایونو، د سنوکر د روزنې مرکزونو او د لامبو حوضونو ته اقتصادي زیان اووښتی.” عارف پیمان زیاتوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال که څه هم د ټولنې ټول غړي له روواني فشار سره مخامخ شوي خو د هغو کسانو د بدن دفاعي سیستم پياوړی وي چې ورزش کوي ښاغلی پیمان وایې چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د یو شمېر لوبو روزونکي د ویډیو له لارې درس ورکوي او لوبغاړي هم د انټرنېټ له لارې تمرین کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...