د بدلون کاروان ټولنې غړي په یوه کنفرانس کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې سولې پر وړاندې پراته خنډونه لري کړي او د سولې خبرې دې ژر یوې پایلې ته ورسوي.
په یاد کنفرانس کې د سولې راوستو او د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه وشوه.
د بدلون کاروان غړي وویل شاو خوا دوه میاشتې کیږي چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټیمونه سره مخامخ شوي، خو لا هم د سولې خبرې یوې پایلې ته نه دي رسیدلي، دوی همدا راز له دواړو لوریو غواړي چې په خبرو کې نرمښت راوړي، تر څو د افغانستان خلک د یوې پایدارې سولې خاوندان شي.
د بدلون کاروان په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي ضیاءالحق وزیرزي په ګډون د هېواد یو شمیر سیاسي مشرانو، د پارلمان غړو، نظامي جنرالانو، مدني ټولنو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی و.
