Home » افغانستان » بدخشان کې ۴ وسله والو طالباتو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
رویداد خبري آژانس

بدخشان کې ۴ وسله والو طالباتو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځوابه بریدونو کې  د وسله والو طالبانو یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي:”تیره ورځ د طالبانو یوې ډلې پلان درلود، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي”.

دفاع وزارت زیاتوي:”د هیواد ملي دفاعي ځواکونو د دغه بریدونو د عملي کیدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۱ تنه طالب ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپيان شوي دي”.

تېره ورځ  د ملي دفاع وزارت  خبر ورکړ،چې طالبانو د ګيلان ولسوالۍ اړوند د غزني – کندهار د لومړۍ نمبر لویې لارې، د چرلي او پخ کنده ترمنځ او د غزني مرکز اړوند ارزو سيمو کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو د‌ بریدونو پلان درلود، چې ملي دفاعي ځواکونو یې مخنیوی کړی چې په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ یې ټپیان دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...