د بدخشان سیمهییز چارواکي وایي چې د یاد ولایت په نسي درواز ولسوالۍ کې د غره ښوییدو له امله یو زر او ۵۰۰ وري له منځه تللې دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري ویلي چې دا وري یکشنبه د چنګاښ ۳۱مه ښوییدلي او د ۴۰۰ مترۍ لوړوالي څخه لوېدلي دي.
هغه زیاته کړې چې دا وري د نسي درواز ولسوالۍ د «شوریان» او «کجدره» د کلیو د خلکو و.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې وریو ارزښت ۲۰ میلیونه افغانۍ ښودلی دی.
ویل کېږي چې د ا.ا چارواکي د پېښې ځای ته ورغلي او له هغه ځای څخه یې لیدنه کړې، خو په دې اړوند یې په هېچا شک نه دی کړی.
ځایي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې دې پېښې مالدارانو ته ډېر زیانونه اړولي او هغوی خپل مالونه له لاسه ورکړي دي.