Home » دسته‌بندی نشده » بدخشان کې ټرافیکي پېښه کې د لس کسانو مرګ ژوبله

بدخشان کې ټرافیکي پېښه کې د لس کسانو مرګ ژوبله

باختر خبري اژانس د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس له قوله خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې امو سیند ته د یو موټر لوېدو پېښه کې ۶ تنه مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د خبر له مخې ټپیان د درملنې په موخه د شهر بزرګ ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
ویل کیږي چې یاده پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
له دې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت په ورته بله ټرافیکي پېښه کې هم ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران د روان کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال باسي

د کډواولو په چارو کې ...