Home » افغانستان » بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ د لسو غړو ژوند واخیست

بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ د لسو غړو ژوند واخیست

د بدخشان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد کارمګار رسنيو ته ويلي، چې د دغه ولايت د مرکز فيض اباد ښار د نهمې ناحيې په “مورچک” کلي کې د سېلاب له امله د يوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.

د هغه په ​​وينا، له دې طبيعي پېښې وروسته د فيض اباد ښار په ۷ سیمو کې د خلکو کورونه ويجاړ شوي دي.

محمد کارمګار زياته کړه، چې په يمګان، کشم، وردوج او شهدا ولسواليو کې د تېرې شپې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو کره شمېره په لاس کې نشته.

په بدخشان کې د تېرو دريو ورځو سېلابونو د يو شمېر ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې او ډېر ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...