د بدخشان په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله دوو کان کېندونکو خپل ژوند له لاسه وکړی دی.
بدخشان په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان نړېدو له امله دوه کان کېندونکي مړه شوي دي.
د بدخشان امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون (شنبې، د وږي ۳۱مه) د «تاق ارچې» په سیمه کې شوې ده.
د دې قومندانۍ په وینا کله چې کارکوونکي په کان کې په کار بوخت وو، کان لوېدلی او په پایله کې یې دوو کیندونکو ژوند بایللی او مړي یې له خاورو راایستل شوي دي.
درې ورځې وړاندې په خواهان ولسوالۍ کې هم د ورته پېښې له امله دریو کسانو ژوند بایللی و.
د ویلو ده چې د دا ډول مرګونې پېښو لاملونه په غیري مسلکي توګه استخراج او د ځان ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو نهشتون بلل کېږي.