Home » افغانستان » بدخشان کې د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته لویدلی

بدخشان کې د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته لویدلی

د بدخشان والي ذکریا سودا وايي د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته ورغلی دی.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو هڅه کوي چې په راغستان ولسوالۍ کې پراته له دغه کان نه سره زر وباسي.

والي وویل طالبانو تر اوسه له دې کانه کار نه دی اخستی، خو د کیندنې هڅې يې کوي، دی وايي د سیمې او د دغه کان د بیرته نیولو لپاره هڅې پیل کړي.

بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په بدخشان ولایت کې د سرو زرو کان د نیولو خبره کوي، نوموړی وايي په یاد ولایت کې د (بیکادر) کان د دوی تر واک لاندې راغلی، خو زیاتوي چې د سیمې خلک له دې کانه سره زر باسي نه د دوي وسلوال.

د څارنې نړیوالې ادارې او یو شمېر نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو ویلي و چې کانونه وسلوالو ته تر ټولو لویه عایداتي سرچینه ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...