په بدخشان کې د ا.ا امنیتي چارواکي وایي چې د تېرو دریو میاشتو راهیسې په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۶کسان مړه او ۷۵نور ټپیان شوي دي.
باختر اژانس د بدخشان د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د دې پېښې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا پېښې د بدخشان په بېلابېلو برخو په ځانکړې توګه په ستونزمنو لارو رامنځته شوې دي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکو پېښو لاملونه د چلوونکو بې احتیاطي، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی بلل شوي دي.