Home » افغانستان » بدخشان کې د ترافیکي پیښې له کبله د یوې کورنۍ۷ غړي مړه شوي

بدخشان کې د ترافیکي پیښې له کبله د یوې کورنۍ۷ غړي مړه شوي

د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ له غرمې وروسته د دې ولایت د ياوان ولسوالۍ د شينګان په کلي کې یو هیلو کس ډوله موټر له سړک څخه پریوتی، چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

د سرچینې په خبره، چې د دغې کورنۍ غړي واده ته پر لاره ول، چې د موټر چلوونکي په ګډون ټول سپاره کسان په دې پیښه کې مړه شوي دي.

په دې پیښه کې قوماندان دوران، چې د بدخشان راغ ولسوالۍ کې د کنډک قوماندان وو، هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...