Home » افغانستان » بدخشان چارواکي: طالبانو د لاجوردو کان د نیولو په هدف بریدونه پیل کړي
رویداد خبري آژانس

بدخشان چارواکي: طالبانو د لاجوردو کان د نیولو په هدف بریدونه پیل کړي

د بدخشان چارواکي وایي، له درېیو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو د کان د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثنا الله روحاني نن شنبه یوې رسنۍ  ته وویل چې اوس هم په یاده سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

هغه زیاتوي: “له تېرې پنجشنبې راهیسې طالبانو د لاجوردو پر کان چې په کران او منجان ولسوالۍ کې دی، له څو استقامتونو خپل بریدونه پیل کړي دي، پرون هم مرستندوی ځواکونه کران او منجان ولسوالۍ ته ورسېدل او اوس هم په منجان سیمه کې جګړه روانه ده.”

ښاغلي روحانې په دې جګړې کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نور جزییات ورنه کړل.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کران‌ او منجان ولسوالۍ د بدخشان ولایت په ختیځ کې د ډیورند کرښې ته څېرمه پرته ده چې د نورستان، پنجشېر او تخار ولایتونو سره شریکې پولې لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...