د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ژر به یې هېواد د کرونا ویروس له شره ازاد کړي.
جو بایډن پرون د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه نېټه) چې د امریکا د ازادۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې امریکا به بیا هېڅکله د ۲۰۲۰ کال محدودیتونو ته ستنه نه شي او په خبره یې امریکا په نږدې میاشتو او اونیو کې د تل لپاره د کرونا ویروس له شره د خلاصېدو په حال کې ده.
بایډن ویلي چې د کرونا ویروس د واکسین له وېش سره هممهاله ددغه ویروس له امله د مړینو په کچه کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی.
هغه ویلي په دې برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی او ژر به د امریکايي وګړو د ژوند او مصونیت په برخه کې پراخ بدلونونه راشي.
بایډن داسې مهال واک ته ورسېد چې په ټوله امریکا کې د کرونا وبا له امله کرنټین و، خو اوس ددغه هېواد اکثره ایالتونه عادي ژوند ته راګرځېدلي او محدودیتونه پکې له منځه وړل شوي دي.