Home » سیمه او نړی » بایډن په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره په نتنیاهو فشار راوړی

بایډن په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره په نتنیاهو فشار راوړی

د امریکا ولسمشر، جو بایډن (چهارشنې، د زمري ۳۱مه) د اسراییلو پرلومړي وزیر بنیامین نتنیاهو فشار راوړی چې په غزه کې له حماس سره په اوربند هوکړه وکړي، ځکه چې په دې اړه خبرې جنجالي شوې دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې د اسراییلو او امریکا مشرانو له هغې وروسته څو ساعته په موبایل کې خبرې وکړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بیلنکن په داسې حال کې منځني ختیځ ته خپل سفر پایته ورساوه چې په سیمه کې کړکېچونه مخ په زیاتېدو دي.

جو بایدن په یوه اعلامیه کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “زه یو ځل بیا یادونه کوم چې موږ باید اوربند او د نیول شویو کسان خوشي کېدل نهایي کړو.”

هغه همداراز لیکلي دي: په قاهره کې د راتلونکو خبرو موضوع په اړه د شته خنډونو د له منځه وړلو لپاره له نتنیاهو سره پرې خبرې کوو.”

بایډن دا هم لیکلي چې د اسراییلو څخه د ملاتړ ترڅنک د ایران او متحدانو لخوا یې د ګواښ پر وړاندې له ځان څخه د دفاع لپاره یې له نتنیاهو سره خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې خبرو په جریان کې ولسمشر بایډن اوربند په اړه هوکړې ته په ژر رسېدو ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...