Home » سیمه او نړی » بایډن په غزه کې د اوربند د احتمالي هوکړې خبر ورکړی

بایډن په غزه کې د اوربند د احتمالي هوکړې خبر ورکړی

د امریکا ولسمشر، جو بایډن (یکشنبې، د زمري ۲۸مه) ویلي چې اوس هم په غزه کې د اوربند امکان شته.

د راپورونو له مخې، ولسمشر بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې حماس او اسراییل یو او بل په غزه کې د اوربند د مخنیوي لامل بولي.

بایډن د اوونۍ وروستیو رخصتیو تېرولو وروسته په ډيویډ تفریحي کمپ کې خبریالانو ته ویلي چې خبرې اترې روانې دي “موږ نه تسلیمېږو اوس هم د هوکړې امکان شته.”

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن یکشنبې تل ابیب ته رسېدلی چې له اسراییلي ځواکونو د اسراییلو د لومړي وزیر په ګډون بنیامین نتانیاهو د لنډ مهاله اوربند او نیول شویو کسانو په اړه له نږدې خبرې وکړي.

د ویلو ده چې د اکټوبر په اوومه د حماس له لوري د اسراییلو پر جنوب د برید څخه تر نن پورې منځني ختیځ ته دا د بلینکن نهم سفر دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...