د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون (یکشنبې، د تلې ۸مه) ټایوان سره د ۵۶۷میلیون ډالرو نظامي مرسته تایید کړې ده.
رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ له قوله لیکلي، دا اقدام د چین پر وړاندې د کړکېچونو د زیاتوالي په موخه د ټایوان د پیاوړتیا لپاره د امریکا نوی حرکت دی.
سپینې ماڼۍ په یوه بیانیه کې ویلي چې بایډن د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته واک ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت ۵۶۷میلیون ډالرو وسلې او دفاعي خدمتونه او نظامي زده کړې د ټایوان سره د مرستې لپاره ځانګړې کړي.
متحده ایالات د ټایوان تر ټولو مهم نړیوال ملاتړ او د وسلو عرضه کوونکي په توګه، ان د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو په نشتوالي کې د دغه ټاپو ملاتړ ته دوام ورکوي. چین په وار وار له واشنګټن څخه غوښتي چې ټایوان ته د وسلو پلور بند کړي.
چین چې ټایوان د ډیموکراټیک حکومت لاندې خپله خاوره ګڼي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د دې ادعا د ثابتولو لپاره خپل پوځي او سیاسي فشارونه زیات کړي. هغه ادعا چې ټایوان په کلکه رد کړې ده.