د امریکا ولسمشر، جو بایډن پرون یکشنبه په یوه مرکه کې ویلي د اسراییلو له لوري د غزې تړانګې سویل ته پر رفح ښار د برید خبرداری د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو لپاره سره کرښه وي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر اساس پر غزې د اسراییلو برید انساني غمیزه رامنځ ته کړې او تر دې دمه زرګونه فلسطینیان مړه او ټپیان شوي دي.
بایډن ادعا کړې چې بنیامین نتنیاهو ددې حق لري چې له اسراییلو دفاع وکړي او حماس ډله تعقیب کړي، خو په دې منځ کې باید هغه بې ګناه کسان چې له منځه ځي ورته پاملرنه وکړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: “زما په اند نتنیاهو له اسراییلو سره د نورې نړۍ په مخالف کولو سره اسراییلو ته د مرستې پرځای تاوان ور اړوي او دا لویه تېروتنه ده.”
بایډن د پخپلو خبرو په دوام، د غزې په تړانګې کې د شپږ اوونیز لنډمهالي اوربند ټینګښت او په پراخ ډول د اسیرانو د تبادلې غوښتنه کړې او ویلي یې دي د لنډمهالي اوربند هوکړه شونې ده او هغه به له دې غوښتنې پر شا نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نوموړي ټینګار کړی و چې تر روژې میاشتې پورې په غزه تړانګه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند رامنځ ته کول ستونزمن ښکاري.
د یادونې ده چې حماس اعلان کړی چې یوازې د اسراییلو له لوري د هر اړخیز اوربند ټینګښت، له غزې د اسراییلو اردو بشپړ شاتګ په صورت کې د اوربند او اسیرانو تبادلې پر سر خبرو ته حاضر دی.