د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې ناټو د متحده ایالاتو د ګټو لپاره ډېره مهمه ده.
ولسمشر بایډن همداراز ویلي چې د ناټو تړون پنځمه فقره چې د متقابلې دفاع په اړه ده یو سپېڅلی مکلفیت په ډاګه کوي.
د امریکا ولسمشر چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته وینا کوله ټینګار وکړ اروپا دې پوه شي چې امریکا یې ترڅنګ ده.
بایډن اروپا ته ځکه سفر کړی چې هم د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي او هم د واشنګټن له ملاتړه خپلو اروپايي ملګرو ته ډاډ ورکړي.
د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په دوره کې د امریکا او اروپا اړیکې سړې شوې وې.
تمه ده ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ د سویس په جنوا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.