Home » سیمه او نړی » بایډن له ټرمپ سره پر مهمو کورنیو او بهرنیو مسایلو د خبرو کولو لپاره کتنه کوي

بایډن له ټرمپ سره پر مهمو کورنیو او بهرنیو مسایلو د خبرو کولو لپاره کتنه کوي

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن را روانه چهارشنبې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

ټرمپ تېره اوونۍ د ښاغلي بایډن مرستیالې، کاملا هریس ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ماتې ورکړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان (یکشنبې، د لړم ۲۰مه) ویلي چې په دې کتنه کې به ښاغلی بایډن له ښاغلي ټرمپ سره د مهمو کورنیو او بهرنیو پالیسو په هکله وغږیږي او ترې وبه وغواړي چې د روسیې د یرغل په مقابل کې اوکراین یوازې پرېنږدي.

سپیې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر بایډن ټرمپ ته بلنه ورکړې چې د چهارشنبې په ورځ د اوال افس کې ورسره وګوري.
ښاغلي سلیوان ویلي چې دواړه مشران به د هغه څه په هکله خبرې وکړي چې په اروپا، اسیا او منځني ختیځ کې روان دي.

سلیوان د اوکراین سره د متحده ایالاتو ژمنو د دوام په هکله وویل، “جمهور رئیس بایډن به په راتلونکو ۷۰ ورځو کې دا فرصت ولري چې کانګرس او راتلونکي ادارې ته دا قضیه وړاندې کړي چې متحده ایالات باید اوکراین یوازې پرې نږدي او دا چې د اوکراین یوازې پریښودل په اروپا کې د بې ثباتۍ معنا لري.”

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دواړو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د بري مبارکي ویلې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...