د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن وايي چې هغه د ۲۰۲۴ ولسمشرۍ ټاکنو څخه د وتلو اراده نه لري، وروسته له هغې چې د ډیموکراټ ګوند اکثریت غړو د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو څخه د بایډن د وتلو غوښتنه وکړه.
بایډڼ پرون (چهارشنبې، د چنګاښ ۱۳مه) د خپل ټاکنیز کمپاین له غړو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به ګډون ته دوام ورکړي او په وینا یې: “زه د ډیموکراټ ګوند نوماند یم، هیڅوک به ما ونه باسي.”
همداراز دوو باخبرو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بایډن د خپل کمپاین کارکوونکو ته په جلا برېښنالیک کې لیکلي: “زه نه پر شا کېږم او تر پایه به په دې سیالۍ کې پاتې شم.”
رویټرز په یوه راپور کې لیکلي چې ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ماښام د امریکا له شاوخوا ۲۴ ډیموکراټو والیانو او ښاروالانو سره خبرې کړې دي.
د هغو خلکو په منځ کې چې بایډن ورسره خبرې کړې، د کالیفورنیا والي ګوین نیوسام او د میشیګان والي ګرچن ویټمر دي. نیوسام او ویټمر د ډیموکراټ ګوند د نوماندۍ لپاره د بایډن د پر شا کېدو په صورت کې احتمالي نوماندان دي.
له ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې د بایډن ګډوډ فعالیت کله ناکله مداخلو سره، یو ضعیف غږ او ځینې ځوابونه چې پوهېدل پرې اسانه نه دي د ۸۱ کلن د دوامدارې نوماندۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د رویټرز په یوه راپور کې ویل شوي وو چې له هرو دریو ډیموکراټانو څخه یو یې غواړي چې ښاغلی بایډن له واکه لرې شي او پر ځای یې بل څوک په ټاکنو کې برخه واخلي.