د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن راتلونکي کال په بودجه کې له افغانستان سره د نظامي مرستو کچه لوړه کړې ده.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د بايډن ادارې ټولټال ۷۱۵ میلیارده ډالر دفاعي بودجه وړاندیز کړې ده چې په دې کې د افغانستان لپاره ۳،۳ میلیارده ډالر ځانګړي شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه شمېره د تېر په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالر ډېروالی ښيي. امریکایي چارواکو ویلي دا چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ددې اړتیا ده چې محاربوي تشې د افغان ځواکونو د ملاتړ له لارې ډکې شي.
همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له افغانستان سره به د نورو بشري مرستو په برخه کې هم ډېروالی راشي.
امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان سره به پوځي مرستې ډېرې کړي او له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.